(( د ډیورند کرښې غندل یا د پاکستان ســـــــره دښمنی))
 سید ذا کر شاه ( ســــــــــادات) سید ذا کر شاه ( ســــــــــادات)


 

 

تقبیح خط فرضی و تحمیلي ډیورند یا دشمني با پاکستان

لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم     -    که خزان راباندې راشي که بهار

ډیرو معززو پتمنو او په تاریخی او واحد افغانستان او ملی وحدت مینو اصیلو افغانانو السلام وعلیکم !

په دې هیله چې په هر ځاې کې چې یاست خپلو کورنیوسره روغ رمټ اوسئ، او خدای (ج) مو تل سرلوړې او کامیاب لره.

محترمو لوستونکو،خویندو او وروڼو ،

لکه څنګه چې خبر یاست پس له ۱۹۹۳ م کال په اصطلاح د « ډیورند لاین» د تپل شوي او منحوسی فرضی او خیالي کرښې چې نه پر ځمکې او نه هم په هوا کې شتون لري، نو په دې هکله په تیرو څو کلونو کې د نړې په بیلابیلو برخو کې د مختلفو سیاسی ګوندونو، کلتوري ټولنې ، بعضی ملي قامي مشران او څوک هم په یواځې د خپل قلم په زور د مقالاتو په لیکلو دغندنی غونډې او کنفرانسونه د یو شمیر با درک ، با درد، په تاریخی افغانستان مینو او د هیواد ریښتینې صادقو بچو په مټه دا تاریخی کشاله غندل شوې او د افغانانو د حق غوښتنې او یووالي غږونه په چیغو چیغو پورته کړاې شوي ، هان تر هغې پورې چې د انګلستان په پلازمینه لندن ښار کې هم د لمړي ځل لپاره پس له ۱۱۷ کالونو د ډاکتر سادات او د جرګګې د نورو معززو مشرانو په زیاراو مشرې د یوې جرګګې بنسټ کیښودل شو، او د همدی کال ۲۰۱۰ اپریل د میاشتې په ۲۳ یوه تاریخي او نړیوال کنفرانس راوبلل شو او په پایله کې د انګلستان د پارلمان موخې ته د تظاهراتو په بڼه د افغانانو دحق غوښتنې غږونه پورته کړاې شو، چې په پایله کي یوه پریکړه لیک چې په تاریخي اسناد او شواهدو استواروو د انګلستان پارلمان، او د نړې سفارت خانو او سپینې ماڼې ته هم په انګلیسی ژبې ولیګدول شو.

 خو په عین حال کې چې د ډیر شمیر بادرکو افغانانو له خوا تأید او تمجید یې هم وشوه خو په بل اړخ کی مونږد یو شمیر مخالفتونو سره هم مخ شوو چې لا تر اوسه هم ورسره لاس او ګریوان یو. . . .!!!

 چې څوک یې د صداقت په پلمه د پنجاب ګټو ته په وفاداری اود تعهداتوپه لرلو دې ملي داعیه ته خنډونه جوړول غواړي، څوک يې هم خپل د ګوند یا سازمان میراث بولي، څو لاس پوڅي یې په ښکاره مخالفت او دښمني کوي، او یو شمیر هم د خپل د بعضی مخصوصو پخوانیو تعهداتو د لرلو پر اساس چې د ګاوڼد شیطاني ملکونو په وسیله رهبري کیږي نو بیا نوي ، نوي نومونه ورکوي، اویو څو خو لا د حسادت او بخیلیو پر بنیاد چې نه پخپله یې د ټاریځ په اوږدو کې څه کړي او نه یې اوس څه د لاسه راځي او یا داچې په تیرو درې نیمو لسیزو کې خامخا په انسان وژنواو ملی جنایتونو تورن او بدنامه دي نو نوي پلمو ته په لاس اچولو چې ګواکی داسی ویل کیږي چې دا یې وخت نه دې او یا په بل عباره داسې انګازی هم اچوي چې ګواکي دا به د کوم مخصوص ملک یا سازمان په دسایسو جوړه شوې وي، په مستقیم او غیر مستقیم توګه ددې ملی خوزښت مخې ته دیوالونه او خنډونه جوړول کې ملوس دي.

اوس دا ټول قضاوت به خپل بیطرفه او په تاریخي افغانستان مینو او وفادارو اولسونه ته ور وسپارو چې څه کول پکار دي ؟؟؟ ...

آیا ددې  تنویری او ترویجی تاریخی فعالیتونو نقصان به په څه شي کې وي ؟؟؟ ...

په داسي حا ل کې چې دا غږ د حق غږ دې او که مونږ یې وغواړو یا ونه غواړ د نړې شیطاني ملکونه خپل د سیاسی ګټو په پام کې نیولو سره په ډیره بی شرمې او سپین سترګې سره لکه د ګروسمن په خوله د دې تاریخي کشالې را پورته کول او په افغانستان کې د امرکې د سفیر په تأیدولو کې ټوله لاره هوارول (زمینه سازۍ ) ته تاسې په کومه سترګه ګورې او زمونږ تاسې دریځ د یو واحد او یو موټي اولس په آستازيتوب باید څه شې واې ؟؟؟ . . .

زما دا سوالونه هیڅ چاته هم پر شخصی عناد تړاو نه لري او په لر او بر اصیلو افغانانو یوځل بیا غږ کوو چې په یوه چیغه او تر یوې افغاني بیرغ تر لاندې د لیا ښه انسجام په خاطر سره لاسونه ورکړې ، ملا مو په کلکه وتړې د مشر بابا ګټلې ځمکه او کورسره یوځاې کړې  د دراني زمري لوې احمدشاه بابا سکني بچي شې او د میرویس خان نیکه او ستر خوشحال خان تاریخ په نړې کې را ژوندې کړې او خپل دې ناسور زخم ته مرحم او پتې کیږدې او خپل پلارني ټاټوبې د خپل خواږه ځانونو په بیه خپل کړې . بی له شکه چې دا لاره مالي او ځاني قرباني غواړي او دا خو ښکاره متل دې چې حق اخستا کیږي خو په خیرات غوښتنو نه تر لاس ته کیږي ‎‎‎

 لکه څنګه چې مونږ تاسی باالخصوص په دې تیرو دوه لسیزو کې د دې شاهدان یو چې په ډیر خواشینی او تأسف سره د نړې زور واکه هیوادونه ، په اصطلاح د بشری حقونو د سازمان ( ملل متحد ) اوحتی د نړیوال ائتلاف ځواکونه چې د افغانستان د حکومت سره د دوستی او ملګرتوب په نامه زمونږ د ارضي تمامیت زمه واري هم لری او د ترهګرې سره د جګړې په نامه پخپله په سیمه کې موجود دي ، او د پاکستان د پوځي حکومت لخوا په زرهاو راکټونه او میزایل د کنړ او خوست ولایتونو باندې وورول شول او دې په اصطلاح نړیوال ائیتلاف یې هم سیل کاوه او بیا په پایله کې یې خپله بی خبري اعلانول ، نو بیا هم زمونږ تاسی مسؤلیت د یو فعال ملی سیاسی او بادرک افغان په حیث به څه وي ؟؟؟ . . .

 خو له بده مرغه چې نه یې سترګې ویني او نه یې غوږونه اوري او نه هم زمونږ د اولس د خیر او نیکی خبره مني ، او د هرې ورځې په تیریدو سره زمونږ د یو موټي اولس او خاورې سره د دوستې په نامه د بیلښت او جدائي د ډول په غږولو بوخت دي تر څو نوي دسایس په کار واچوي او په مختلفو ټوټو یا زونونو د ویشل تور او شوم شیطانی پلانونه طرحی ته لاری هواروي چې له بده مرغه په هیواد کی دننه هم یو څه لاسپوڅي او د اولس او هیواد د ملی تمامیت دښمنان هم ورسره مل شوي چې هیواد وال یې په ډیرپه ښه توګه پیږني !

اوس نو قضاوت تاسی ته پریږدم او ستاسی د مثبتو او پر ملي ګټو ولاړ نظریاتو په تمه !!!

 

هموطنان غیور،صدیق ، راستین و متعهدین به داعیه ملي کشور عزیزم افغانستان واحد،
اجازه دهید با استفاده از فرصت باشما وبا خواننده ګان معزز یک مطلب را درمیان میګذارم و قضاوت را با شما میګذارم و ازشما اظهار نظر میخواهم: 
هستند عدهء از اشخاص  که پیشتاز جامعه  افغانی کنوني محسوب هم میشوند؟! . . . که میګویند: 
میخواهند در مسایل سیاسي افغانستان نقش مهم بازی کنند. به نهوې تجویز میکنند ومیګویند که این نقش بازی کردن بدون نزدیکی با پاکستان یعنی آی اس ای ممکن نیست !!! . 
لذا باید با مخالفین مسلح حاکمیت نظام فعلی افغانستان نزدیک شدواین نزدیکی بدون جور آمد با پاکستان (دشمن قسم خورده و تاریخی افغانستان) ممکن نیست. لذا مسأله «خط دیورند» را به طورې حل کردن میخواهند که مصالح و منافع پاکستان باید درآن نظر ګرفته شود. 
 به نظر قاصر بنده  که چنین تفکر دراساس  و مبدأ خطا و همان مطلب میشود که:

 قارغه د زرکې قــدم وهله – خو خپل لاره يې هم هیر شو.
به نظر یک افغان متعهد به این داعیه ملي و منافع ملي کشور تصور آنرا کرده نمیتوانم که مسأله «دیورند لاین» درتوافق با منافع ومصالح پاکستان حل شده بتواند. نظر شما درین راستا چیست؟

وحال که قصد من ازین بحث صرف وصرف کار تنویري و ترویجی است و میخواهم خود را قناعت بدهم و برای دیګران انچه درافکارم دارم جهت انتخاب تقدیم بدارم. میخواهم نظر شما را درموارد ذیل نیز داشته باشم:
نشت اعتراضیه وتقبیحیه و سیمنیار علمی به مناسب 
۱۱۹ سالګرد سیاه«دیورند لاین» درلندن (۱۱/۱۱/۲۰۱۲) به محاسبات دقیق به اساس علت فوق، تحریک مغرضین و دلیل ذیل توسط یک شخصیت برجستهء مبارز کشور مقاطعه شد. علت چنین بود و هست که که مسأله «دیورند لاین» مسأله ملی و مربوط به کدام قوم، حزب، سازمان سیاسي، منطقهء مشخص افغانستان نیست. این داعیهء ملي و مربوط تمام افغانان خیر خواه و ملي ګرا و انسانان عدالت پرور جهان است. 
این حالت و این واقعیت ایجاب میکند که تمام حرکات سیاسي، شخصی ، انفرادی و دسته جمعی این خصوصیت مسألهء «دیورند لاین» را درنظر ګرفته و با تمام آنهای درین راستا دست وحدت و اتفاق اقلا درین راستا یعنی در مسأله «دیورند لاین» دراز نموده و مشترکا کارصورت بګیرد. 
اما عدهء این را درزبان میګویند اما عمل نمی کنند و درآن نشست لندن (
۱۱/۱۱/۲۰۱۲) که افراد، شخصیت ها ونماینده های سازمان های مختلف سیاسي از طیف های مختلف کشور حضور به هم رسانیده بودند و پیام محترم دوکتور سید خلیل الله هاشمیان، پیام پروفیسورمحترم دوکتورمحمد حسن کاکړ و ده ها پیام های شخصیت و احزاب و سازمان های دیګر نیز دران قرائت شد، با برداشت که ګویا با حزب وسازمان وحرکت سیاسي فلان شخص حاضر درنشست موافق نیست، لذا به این نشست  تحقیقاتی و کنفرانس اعتراضیه در 119 سالگرد سیاه دیورندلاین - درلندن اشتراک نه کردند . . .. 
نظر شما وسایر هموطنان درین مورد چیست؟ 
باوجود اینکه با نظریات یکتعداد افراد نخبه سیاسی و ملی کشورم افغانستان سربلند و همیشه آزاد تقریبا اشنا هستیم امابګذار دیګر خوانندګان نیز درجریان قرار ګیرند تا بتوانند حق را از باطل تفکیک نمایند.
 با اظهار ســــــــــــــپاس و امتنان بیکران از هر خواهر و برادری که با درک مسؤلیت و فرض مادر وطن وقت شانرا در این نوع جهاد با ما شریک میکنند .

        با احـــــــــــــــــــــترام

     


November 25th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی